د ایران د بهرنیو چارو موقت وزیر علي باقري د افغانستان خلک د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ اصلي تصمیم نیونکي وبلل او ټینګار یې وکړ چې افغانان به بهرنیانو ته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو د موقت وزیر په پیغام کې راغلي چې د افغانستان خلک له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د همکارۍ په برخه کې د خپل هېواد اصلي تصمیم نیونکي دي او له سیمې بهر د هغو مداخلو اجازه نه ورکوي د ویجاړونکو مداخلو تاریخ دی او د اوسنیو ستونزو لپاره مسؤل دي.
هغه ټینګار وکړ چې ایران به د افغانستان له حکومت سره په همکارۍ او همغږۍ په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره کار وکړي.
د ایران دغه چارواکی وویل، اسلامی هیوادونه باید د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د جنګي رژیم له جنایتونو سره په مقابلې کې مخکښ رول ولری .
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو موقت وزیر د افغانستان د بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو لپاره بهرنۍ لاسوهنه او اشغالګر تورنې کړې وې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32109